په کندوز پوهنتون کې د علمي شورا غونډه ترسره شوه!

kundoz_admin
Wed, Nov 25 2026 10:14 AM
په کندوز پوهنتون کې د علمي شورا غونډه ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په مشرۍ، د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د شورا د اړوندو غړو په ګډون ترسره شوه

د غونډې په پیل کې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د علمي شورا پر ارزښت او د پوهنتون د علمي چارو په پرمختګ کې یې د دې شورا پر مهم رول خبرې وکړې. نوموړي د پوهنتون د چارو د لا ښه مدیریت او پرمختګ لپاره ګډ کار او همغږي اړینه وبلله او له ټولو غړو یې وغوښتل، چې خپلې دندې او مسؤلیتونه په پوره ژمنتیا ترسره کړي او چارې په ټاکلي وخت بشپړې کړي

همدارنګه، نوموړي د وردګ پوهنتون له لوري د عالیقدر شیخ‌الاسلام امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو په اړه جوړ شوي علمي کنفرانس کې د کندوز پوهنتون د اووم مقام ګټلو له امله د علمي شورا ټولو غړو ته مبارکي وویله او دا یې د پوهنتون د علمي کادر د ګډو هڅو او علمي فعالیتونو پایله وبلله

ورپسې، د پوهنتون مرستیالانو د تېرې یوې میاشتې کاري راپورونه د علمي شورا غونډې ته وړاندې کړل او د ترسره شویو فعالیتونو او اړوندو چارو په اړه یې معلومات شریک کړل

همدارنګه، د یو شمېر علمي کادر غړو د علمي ترفیع دوسیې د شورا غونډې ته وړاندې شوې، چې تر ارزونې او بحث وروسته د شورا له لوري تأیید شوې

د غونډې په وروستۍ برخه کې پر بېلابېلو علمي او اداري موضوعاتو بحث وشو او د مطرح شویو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې او سپارښتنې وشوې

یاده علمي شورا د کندوز پوهنتون د علمي چارو مرستیال قاضي عبدالهادي فضلي په جمع‌بندۍ او دعایې سره پای ته ورسېده

Latest news

Wed, Nov 25 2026 10:14 AM
Background image

په کندوز پوهنتون کې د علمي شورا غونډه ترسره شوه!

د کندوز پوهنتون د علمي شورا غونډه د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالهادي همت په مشرۍ، د پوهنتون د مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د شورا د اړوندو غړو په ګډون ترسره شوه

د غونډې په پیل. . .

Sun, Oct 25 2026 1:33 PM
Background image

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری دیپارتمنت زبان و ادبیات دری پوهنتون کندز برگزار شد!

کنفرانس‌های علمی نامزدان بست کادری علمی دیپارتمنت زبان دری پوهنتون کندز، تحت رهبری محترم قاضی عبدالهادی فضلی، معاون امور علمی پوهنتون کندز، با اشتراک استادان پوهنځی تعلیم و تربیه، اعضای. . .

Sat, Oct 17 2026 3:25 PM
Background image

د کندز پوهنتون نړیوال علمي ژورنال په OpenAlex ډیټابیس کې هم شامل شو!


د کندز پوهنتون د علمي او څېړنیزو لاسته راوړنو په دوام کې، د پوهنتون نړیوال علمي ژورنال (Kunduz University International Journal of Islamic Studies and Social Sciences – KUIJIS) په. . .

BACK TO NEWS