درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ

kundoz_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱۵ - ۱۱:۴۶
01

د شنبې په ورځ (۱۵/۱۲/۱۴۴۳) نیټه د کندز پوهنتون د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره د پوهاوي تر عنوان لاندې درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړه شو.

پروګرام د کلام الله مجید د سپیڅلي آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د دې علمي بنسټ رئیس ښاغلي ضیاالدین "سیرت" د مرکز څخه راغلو میلمنو ته هریو د بشري سرچینو رئیس ښاغلي مفتي عبدالکریم "امیري"، د پوهنې او د ظرفیتونو د لوړولو آمر ښاغلي عبیدالله "مولایي" او د یاد وزارت د دندو د ارزونې عمومي مدیر ښاغلي معراج الدین "سیاس" ته ښه راغلاست ووایه او د دې ادارې د کارکوونکو د پوهاوي او ظرفیت لوړولو په برخه کې د هغوی د پاملرنې او همکارۍ څخه مننه وکړه.

ورپسي ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو ریاست د روزنیزو او ظرفیت لوړولو د آمر ښاغلي عبیدالله "مولايي" او د هغه د کاري ټیم د اداري اجراآتو په اړه پیل او د کندز پوهنتون اداري کارکوونکو ته په دريو ورځو کې په جلا جلا وختونو کې وړاندې شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۳:۱۶
Background image

جلسۀ نوبتی شورای علمی معاونیت امور علمی پوهنتون کندز تدویر گردید!

جلسه نوبتی شورای علمی پوهنتون کندز به تاریخ ۱۴۰۵\۱\۱۷هـ ش مطابق ۱۸\۱۰\۱۴۴۷ هـ قبه رهبری  محترم پوهنیار ضیاوالدین سیرت معاون امور محصلان  و سرپرست  پوهنتون کندز  با حضور  اعضای  شورای. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۱۰
Background image

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت کې اداري شورا ناسته ترسره شوه

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت تر چتر لاندې اداري شورا ناسته ترسره شوه، چې په کې د مالي او اداري چارو محترم مرستیال مولوي کمال‌الدین منیب، د اړوندو آمریتونو آمرین، مدیران. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲ - ۱۳:۳۷
Background image

په کندوز پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت د درې ورځني دیني او اصلاحي سیمنار درېمه ورځ په کامیابۍ سره ترسره او یاد سمینار پای ته ورسېد

د سیمنار په دې ورځ کې د کندوز پوهنتون محترم رئیس، الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت، د کندوز ولایت په کچه محترمو علماءکرامو د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیس صاحبانو، استادانو، د خصوصي. . .

BACK TO NEWS