د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر جلالتماب شیخ القرآن والحدیث ښاغلی ندا محمد ندیم، همدارنګه علمي معین ښاغلي دکتور لطف الله خیرخواه. ، د لوړو زده کړو وزارت وياند ښاغلی هاشمي صايب او د یاد وزارت مالي اود حسابي رئيس ښاغلي عبدالباری خپلواک او ورسره مل پلاوي د

kundoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۰ - ۱۳:۱۴
25

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر جلالتماب شیخ القرآن والحدیث ښاغلی ندا محمد ندیم، همدارنګه علمي معین ښاغلي دکتور لطف الله خیرخواه. ، د لوړو زده کړو وزارت وياند ښاغلی هاشمي صايب او د یاد وزارت مالي اود حسابي رئيس ښاغلي عبدالباری خپلواک او ورسره مل پلاوي د یو رسمي سفرپه ترڅ کې کندوز ولایت ته تشریف راوړې وه یاد سفرکې لاندې مهمې غونډې تر سره شوې

27/04/1444 ھ.ق 01/09/1401 ل .ل کال د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر جلالتمآب شیخ القرآن و الحدیث ښاغلي ندا محمد ندیم، علمي معین ښاغلی دکتور لطف الله خیرخواه، او ورسره مل پلاوې، د کندز ولایت مقام له مشرانو سره، د کندز پوهنتون له رهبری، د شمال ختیځ زون د پوهنتونونو او خصوصي مؤسسو ، علماوو ،او محصلینو سره بيلې بيلې غونډي تر سره شوي .

یاده غونډه د آجنډا له مخې د قران کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې د کندز پوهنتون رئیس ښاغلي ضیاالدین سیرت د لوړو زده کړو وزیر او ورسره ملګري پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ کې د علمې زده کړو پر اهمیت او د اسلامې نظام په یو والې خبرې وکړې.

او د کندز والي ښاغلي ملا نثار احمد نصرت د لوړو زده کړو وزیر ته ښه راغلاست وويل او د علم په ارزښت یې خبرې وکړې او له ښاغلي وزیر صايب څخه یې غوښتنه وکړه چې د کندز پوهنتون اساسي اړتیاوې په پام کې ونیسي ،

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین ښاغلي دکتور لطف الله خیرخواه د کندز ولایت د رهبرۍ له مېلمه پالنې څخه مننه وکړه او په دوام یې په اسلامي ټولنه کې د علم او د پوهې په ارزښت او مقام خبرې وکړې او له علماؤ یې وغوښتل چې عصری علومو او اسلامي علومو ترمنځ واټن د له منځه وړلو پوره هڅه وکړي او له مسولینو نه یې وغوښتل چې علمي بڼسټونو نه په کلکه ملاتړ وکړې.

په همدې هکله د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر شیخ القرآن والحدیث ښاغلي ندا محمد ندیم د کندز ولایت له رهبرۍ، علماؤ،دکندوزپوهنتون، شمال ختیځ زون دولتې اوخصوصی پوهنتونونو له رهبريو نه، دکندوز ولایت شریفو خلکو او د محصلینو له تود هرکلی څخه مننه وکړه ښاغلي وزیر صاحب په خپلو خبروکې یاد ښونیز علمی څانګې دهېواد مهمه سرمایه وګڼله او په تقویت یې ټينګار وکړ ، ښاغلي وزیر صاحب له علما‌ؤ، استادانو، ، محصلانو څخه وغوښتل چې اسلام او د افغانستان دښمنانو د شته فکري جګړې سره مقابله وکړئ او ټولنه په اسلامې ارزښتونو برابره کړئ او دعلم د ارزښت په اړه یې خبري وکړې او همدا راز د شمال ختیځ زون دعلمې بڼسټونو د ستونزو په حل کې یې دهراړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

په پای کې غونډه د کندز ولایت مقام د مالي چارو رئیس ښاغلي مولوي صاحب عبدالخالق ابراهیم په دعا سره پای ته ورسیده.

ورپسې د کندوز پوهنتون په انګړ کې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست وزير ښاغلي ندا محمد ندیم او ورسره مل پلاوی ته د کندوز پوهنتون د رهبرۍ له خوا یوه جلا غونډه جوړه شوه ترڅو ښاغلۍ وزير صايب د کندوز پوهنتون د محصلینو سره خپلی ويناوي شريکی کړي ،او ویناوال د اجنډا مطابق د اسلام له نظره د علم او تحصیل د حاصلو لو په اړه وېناوې وکړې.

همدا راز چهار شنبې په ورځ د ۰۲/۰۹/۱۴۰۱ هـ ق ۲۸/۰۴/۱۴۴۴ ل.ل کال د لوړو زده کړو وزارت سپرست وزیر ښاغلی شیخ القرآن والحدیث ښاغلي ندا محمد ندیم په مشرۍ د شمال ختیځ زون له علماوو سره مشورتي غونډه ترسره کړه، چې یاده غونډه د کندوز ولایت مقام د غونډو په تالار کې له علماؤسره جوړه شوه

کډون کوونکو دهېواد په بیلابیلومهمو موضوعاتوپه اړه خبرې وکړې او د تعلیمي ادارو او دیني مدارسو ترمنځ د واټن په له منځه وړلو یې ټینګار وکړ ښاغلي وزیر صاحب له علماؤ کرامو غوښته وکړه چې باید له تحصیلي بنسټونو سره نږدې همکاري ولري او د ځوانانو د افکارو په اصلاح کې هڅي وکړي او همدا راز ښاغلي وزیر صاحب له ګډونوالو څخه وغوښتل چې د عالیقدر امیرالمؤمین شیخ القرآن والحديث ښاغلي مولوی هبت الله آخندزاده حفظ الله له احکامو څخه په کلکه ملاتړ او اطاعت وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۶:۳۰
Background image

کندوز پوهنتون کې تازه ګومارل شوي ٣٨ تنه اداري کارمندانو لپاره د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو ریاست په همکارۍ درې٣ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو!

کندوز پوهنتون کې د تازه ګومارل شویو ٣٨ تنو اداري کارمندانو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه د (مامورینو چلند او اداري چارو مخ ته وړلو د څرنګوالي) تر نامه لاندې د ملکي خدمتونو او اداري. . .

شنبه ۱۴۰۳/۴/۲۳ - ۱۶:۳۳
Background image

کندوز پوهنتون کې د ښاروالۍ ریاست مسؤلینو له لوري د دغه ریاست د لومړۍ ربعې ترسره شوو کړنو په اړه معلوماتی غونډه ترسره شوه

دغه غونډه د کندوز ښاروالۍ ریاست له خوا د کندوز پوهنتون اقتصاد تالار کې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلی پوهنیار ضیاءالدین سیرت، د علمي څېړنو او مجلو مرستیال ښاغلی پوهنوال دوکتور خیبر سیفی،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د فاریاب پوهنتون کرنې پوهنځي رئیس، استادانو او محصلینو د کندوز پوهنتون څخه خپل علمي سیر تر سره کړ

د فاریاب پوهنتون کرنې/زراعت پوهنځی رئیس، ددغه پوهنځی استادانو او محصلینو د علمی سیر په ترڅ کې لومړی د کندوز پوهنتون رهبرۍ سره د دغه پوهنتون ریاست په دفتر کې ناسته تره کړه چې په ناسته کې. . .

BACK TO NEWS